د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د دفتر له عمومي مشر محمد رضا بهرامي سره یې کتلي او د افغانستان په خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
ده نن (چهارشنبه، ۵ د لیندۍ) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې دې غونډې د سیمهییز بدلون د وضعیت په تړاو د رغنده او ډاګیزو خبرو لپاره یو فرصت برابر کړ.
محمد صادق لیکلي: «په دې غونډه کې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو له امله د پېښو امنیتي ستونزو په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې شوي.»
د پاکستان استازي ویلي چې دا هیواد له ایران او نورو سیمهییزو همکارانو سره په همکارۍ له امنیتي ستونزو په ځانګړې توګه ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د هغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې په سیمه کې د سولې او ثبات پیاوړي کول وي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا عمومي رییس علي لاریجاني پرون پاکستان ته ولاړړ او د پاکستان له لوی درستیز سره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
دواړو اړخونو په سیمه کې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو نظریات تبادله کړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له ایران سره د نېږدې همکارۍ غوښتنه کړې.
