اطلاعات روز: سپینې ماڼۍ ته څېرمه د یوه افغان وګړي له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو تر ډزو وروسته، د متحده ایالاتو د کډوالۍ ادارې د افغان وګړو د پناه غوښتنې پروسه ځنډولې ده.
دې ادارې نن (پنجشنبه، ۶ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «له همدې شیبې وروسته د افغان اتباعو سره تړلو غوښتنلیکونو ته رسیدګي درول شوې. تر هغه وخته پورې چې د امنیتي پروتوکولونو بیاکتنه او د وړتیا ارزونه وشي. د هېواد او د امریکا د خلکو ساتنه او امنیت لا هم زموږ ځانګړی تمرکز او ماموریت دی.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ټولو افغان اتباعو د قضیو د بیا کتنې امر کړی دی.
دا امر وروسته له هغه وشو چې یو افغان وګړي د واشنګټن په مرکز کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد دوه سرتیري په ډزو ټپیان کړل.
د ټرمپ ادارې دوو چارواکو، د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې پلټونکو په برید کې شکمن کس د رحمان الله لکڼوال په نوم پیژندلی، هغه ۲۹ کلن افغان دی او د واشنګټن ایالت اوسېدونکی بلل شوی دی.
د میټروپولیټن پولیسو مرستیال رییس جف کارول په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې شکمن کس د سړک څخه تیر شوی او پر سرتېرو یې «کمین» وهلی دی.
هغه ویلي، چې د ملي ګارد نورو سرتیرو د ډزو له تبادلې وروسته ډزې کرارې کړې دي.
د اف بي آی مدیر ویلي، چې دوه ټپیان شوي سرتېري په سیمهییز روغتون کې په نازک حالت کې دي.
د واشنګټن ښاروال موریل باوزر په خبري کنفرانس کې وویل: «دا یو هدفمند برید دی.»
چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې بریدګر په یوازې توګه عمل کړی دی.
ټرمپ چې د برید په وخت کې په فلورېډا کې په خپل استوګنځي کې و، په یوې ثبت شوې ویډیو کې دغه ډزې «شیطاني، کرکجن او ترهګریز عمل» بللی دی.
هغه ویلي، چې د هغه اداره به د ټولو هغو افغانانو «بیا کتنه» وکړي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال متحده ایالاتو ته راغلي دي.
