سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو ډزې؛ برید کوونکی افغان تبعه دی

اطلاعات روز: د امریکا د ملي ګارد دوه سرتېري د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن ښار په مرکز کې سپینې ماڼۍ ته نږدې په هغه برید کې سخت ټپیان شول، چې امریکایي چارواکو هدفمند کمین بللی دی. راپورونه وايي چې د دې برید شکمن افغان تبعه دی او د ډزو په تبادله کې ټپي او نیول شوی دی.

د رویټرز په وینا، د ټرمپ ادارې دوو چارواکو، د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې پلټونکو په برید کې شکمن کس د رحمان الله لکڼوال په نوم پیژندلی، هغه ۲۹ کلن افغان تبعه او د واشنګټن ایالت اوسېدونکی بلل شوی دی.

د چارواکو له ډلې څخه یو ویلي، چې برید د ترهګرۍ د عمل په توګه څېړل کېږي.

د دویم چارواکي په وینا، لکڼوال په ۲۰۲۱ کال کې د «متحدینو د هرکلي عملیاتو» تر چوکاټ لاندې امریکا ته راغی. هغه د هماغه کال د سپتمبر په ۸مه د واشنګټن دالس نړيوال هوايي ډګر له لارې وڅېړل شو.

دې چارواکي زیاته کړې، چې لکڼووال د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د پناه غوښتنه وکړه او د اپریل په ۲۳مه یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسیدو درې میاشتې وروسته پناه ورکړل شوه. هغه هیڅ جرمي مخینه نه لري.

ترامپ، چې د برید په وخت کې په فلورېډا کې په خپل استوګنځای کې و، د چهارشنبې په ماښام یوې ثبت شوې ویډیو کې دغه ډزې «شیطاني، کرکجن او ترهګریز عمل» بللی دی.

هغه ویلي، چې د هغه اداره به د ټولو هغو افغانانو «بیا کتنه» وکړي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال متحده ایالاتو ته راغلي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه