د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) په خوست او کونړ ولایتونو کې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.
یونیسیف نن (چهارشنبه، ۵ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي: «ماشومان [نظامي] هدف نه دي او نه باید هیڅکله وي. دوی باید تل له زیانه خوندي وي.»
طالبانو ویلي چې پاکستان د دوشنبې په شپه په خوست کې یوه ښځه او نهه ماشومان ووژل او په کونړ او پکتیکا کې یې څلور تنه نور ژوبل کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر هم ویلي چې په دې برید کې په خوست او کونړ کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
یوناما ویلي چې ډېری قربانیان ماشومان وو. د پاکستان پوځ د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو ادعا یې «بې اساسه» بللې.
