اطلاعات روز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د سیمې یو اوسېدونکی شاه زمان وایي، چې پېښه د کامې ولسوالۍ د شیهلام قریې اړوند «شنې قلعه» سیمه کې تېره ورځ (جمعه، ٧ د لېندۍ) ناوخته د دوو کورنيو ترمنځ د واده د جنج ( ډولۍ) مراسمو پر مهال رامنځته شوې.
د هغه په خبره لومړی د یادو کورنیو ځوانانو لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي چې له یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او د بلې کورنۍ دوه نور ټپیان دي.
شاه زمان زیاتوي: «د دوو کورنیو چې د واده د زلمي کلیوال دي د ډولۍ یعنې جنج پر مهال یې شخړه کړې او بیا یې پر یو بل دزې کړي چې له امله یو کس وژل شوی او دوه ټپیان شوي.»
په ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ مسوولانو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې له پېښې سره سم د دوی منسوبينو سيمې ته ځان رسولی او ټپیان يې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
په دې ورورستیو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ویشتلو پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او شخصي دښمنۍ بلل کېږي.
