اسحاق ډار: طالبانو د ټي ټي پي تر سلو زیات غړي نیولي، خو بس نه دي

Photo: @ForeignOfficePk

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار وایي چې طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر سل زیات غړي نیولي، مګر دا کافي نه دي.

ده نن (شنبه، ۸ د لیندۍ) ویلي چې د روان لمریز کال پر مهال کابل ته د ده د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورته دا خبره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبانو غوښتي و چې له اسلام اباده باید یو پلاوی ورشي، تر څو دا نیونې تایید کړي.

ده ټینګار کړی چې د ټي ټي پي د عناصرو په وړاندې چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، زیاتو قاطعو او پایدارو اقداماتو ته اړتیا ده.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د ټي ټي پي غړي او رهبران په افغانستان کې مېشت دي او د دې هیواد پر خلاف یې کاروي.

دوی په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د «ترهګرو» له لوري د پاکستان پر خلاف وکارېږي.

مګر طالبان ټینګار کوي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکارول شي.

دا ډله همدا راز وایي چې ټي ټي پي په افغانستان کې حضور نه لري بلکې په پاکستان کې مېشته ده او د دې هیواد یوه برخه یې تر واک لاندې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه