اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي اعلان کړی، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته څلور ورځنی سفر کوي.
نوموړي نن سهار (یکشنبه، ۹ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې هغه به د قطري چارواکو، نړیوالو ډیپلوماټانو او افغان اتباعو سره وګوري.
د ښاغلي بېنټ سفر به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له لومړۍ څخه تر څلورمې نیټه پورې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوې خبرپاڼه ویلي، چې بېنټ به د قطري حکومتي چارواکو، افغان اتباعو او په قطر کې میشتې نړیوالې ټولنې غړو سره وګوري، ترڅو د هغو لارو چارو په اړه بحث وکړي چې څنګه سیمه ییز او هاخوا هیوادونه کولی شي د افغانانو د حقونو دفاع وکړي.
یاد دفتر زیاته کړې، چې د بېنټ سفر سیمه ته د هغه د دوامدارو هڅو نښه ده، څو د افغانستان د وضعیت په اړه یو همغږی غبرګون رامنځته کړي او دا وڅېړي چې څنګه د «ټولو وسیلو» کارولو تګلاره د افغانستان د ټولو وګړو د بشري حقونو د ښهوالي لپاره اړینه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپورچي دنده وغځوله. طالبانو هغه له افغانستان منع کړی دی. خو بېنټ د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور ورکوي.
