اطلاعات روز: امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کالیفورنیا په سټاکټن ښار کې د ډزو له امله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د سياېناېن د راپور له مخې، د سيمهييزو پوليسو د قومندانۍ وياند هېدر برېنټ ويلي، چې ډزې د يکشنبې په ماښام په هغه مېلمستون کې شوي چې یوه کورنۍ مېله پکې روانه وه.
برېنټ ویلي، چې قربانیان له تنکیو ځوانانو څخه تر لویانو پورې، سیمه ییز روغتون ته وړل شوي دي.
د هغه په وینا، چې لاسته ورغلي معلومات «ډیر محدود» دي او ویې ویل: «لومړني نښې نښانې ښیې چې دا ښایي یوه هدفمنده پیښه وي.»
د راپورونو له مخې، په برید کې شکمن لا هم تښتیدلی او تحقیقات روان دي.
د شکمن هویت لا نه دی څرګند شوی.
تېرې اوونۍ بیا په واشنګټن ډيسي کې د امريکا د ملي ګارد يو غړی په ډزو ووژل شو او بل سرتېری ټپي شو.
د برید مرتکب رحمان الله لکڼوال یو افغان تبعه دی، چې پراخ منفي غبرګونونه یې راپارولي دي.
