ننګرهار کې یو ځوان ګاز نیونې مړ کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو ځوان په خپل کور کې دننه د ګاز نیونې له کبله مړ شوی دی.

د مړ شوي ځوان یو خپلوان همت الله وايي، چې دغه کس ناصر خان کریمي نومېده او د ګاز نیونې له امله یې د خپل کور په خونه کې ژوند بایللی دی.

د هغه په وینا، دغه پېښه وړمه شپه (جمعه، ٧ د لېندۍ) د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «کمپونو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دغه ځوان د شپې لخوا د ویده کېدو په کوټه کې بخارۍ چالانه کړې وه او همالته مړ شوی دی.

د معلوماتو له مخې ناصر خان کریمي اوسمهال په جلال اباد ښار کې په یو خصوصي انسټیټیوټ کې هم د انګلیسي استاد په توګه دنده تر سره کوله.

د هوا په سړېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نېونې پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډېره له ګازو سره د خلکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه