ټرمپ: بد کسان باید له خپل هېواده وباسو

اطلاعات روز: د امریکا د ملي ګارد پر غړو د یو افغان کډوال د برید او له هغه وروسته رامنځته شوې ترینګلې فضا په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې «بد کسان» باید وایستل شي.

هغه نن (دوشنبه، ۱۰ د لیندۍ) سهار وختي په خپله ټولنیزه شبکه ټروټ سوشیال لیکلي: «موږ باید بد کسان له خپل هېواده وباسو او دا کار باید ژر ترسره کړو. هغه څه چې د بایډن اداره او درغلۍ انتخاباتو له متحده ایالاتو سره وکړل، هېڅکله باید هېر نه شي.»

د ټرمپ دولت د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم هم پرون ماښام ویلي، چې د بایډن حکومت د افغانستان پرېښودلو سره، د امریکا د ملي امنیت په تاریخ کې یو له خورا بدو کړکیچونو څخه رامنځته کړ.

هغې زیاته کړې: «بایډن نږدې سل زره افغان کډوال بې له کومې څېړنې امریکا ته پرېښودل، په داسې حال کې چې چارواکو یوازې هغه وخت د دوی هویت او نیتونه وپېژندل چې دوی لا د امریکا خاوره ته داخل شوي وو.»

د رحمان الله لکڼوال له خوا د امریکا د ملي ګارد پر غړو د برید وروسته دغلته په کډوالو فشار زیات شوی دی.

ټرمپ د ټولو افغان کډوالو د قضیو د بیاکتنې امر کړی او د کډوالۍ د ټولو دوسیو پروسېس یې درولی دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکول هم ځنډولي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه