د پاکستان پخواني استازي هند سره د طالبانو نږدې کېدل «ځانمرګی لوری» بللی دی

Photo: Independent Urdu

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني ویلي، چې هند «افغانستان سره د مینې له کبله» طالبان نه راجذبوي، بلکې غواړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکاروي.

هغه ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «دا نوې راټوکېدلې سناریو د طالبانو د رژیم د بقا لپاره خطرناکه ده. هیله ده طالبان له دې ځانمرګي لوري څخه ډډه وکړي.»

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې هند د افغان طالبانو له لارې د پاکستاني حکومت پر وړاندې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ملاتړ کوي. خو، هند او طالبان دا ادعا ردوي.

طالبان په داسې حال کې چې د پاکستان سره ترینګلې اړیکې لري، هند ته نږدې شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نوي ډیلي ته د سفر وروسته، هند اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.

په داسې حال کې چې متقي په هند کې و، پاکستان د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل. د دې برید له امله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوه اونۍ نښتې وشوې، چې وروسته دواړو خواوو اوربند او خبرې اترې وکړې، خو خبرو کومه پایله ورنه کړه او حالت لا هم کړکیچن دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه