په ارزګان کې د هاوان ګولۍ چاودنې درې کسان وژلي

په ارزګان ولايت کې ځايي سرچينې خبر ورکوي چې د دي ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې د هاوان د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ ۳ غړې ځای پر ځای وژلي دي.

دې سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبه، ۹ د لیندۍ) د چهارچینو ولسوالۍ په «شيرخاني» کلي کې رامنځته شوې.

سرچينې ويلي چې وژل شوي افراد سره وروڼه وو او عمرونه یې اتلس، پنځلس او دیارلس کاله ښوول شوي دي.

سرچینو د وژل شویو افرادو د پلار نوم محمد یونس ښوولی.

په هیواد کې له جګړې پاته ناچاوده توکي وخت پر وخت د خلګو ژوند اخلي چې تر ډېره حده یې ماشومان قربانیان کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه