طالبان سبا په خوست کې یو تن په عام محضر کې اعداموي

په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې سبا (سې‌شنبه، ۱۱ د لیندۍ) د دې ولایت په لوبغالي کې پر یوه تن د اعدام حکم عملي کېږي.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي چې دا حکم به سبا سهار شاوخوا لس بجې عملي شي.

ده په خوست کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو او خلګو غوښتي چې د حکم د عملي کېدو ځای ته دې وسلې او کېمره لرونکي ټلیفونونه نه ور وړي.

د طالبانو د والي ویاند ویلي چې کوم کس اعدامېږي، نوموړی د دې ولایت په علي شېر ولسوالۍ کې په یوه دردناکه پېښه کې پړ بلل شوی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د دې ډلې دوولسم اعدام چې په عام محضر کې یې ترسره کوي.

دې ډلې تر دې وړاندې په فراه، لغمان، جوزجان، بادغیس او نیمروز کې یوولس علني اعدامونه ترسره کړي.

د بشري حقونو ډلې د طالبانو پر علني سزاوو سختې نیوکې کوي او علني او بدني مجازات د انساني کرامت سپکاوی ګڼي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه