د تاجیکستان د ولسمشرۍ دفتر وایي چې تېره اونۍ له افغانستانه د دې هیواد په خاوره کې دوه بریدونه شوي دي.
د دې دفتر په اعلامیه کې چې نن (دوشنبه، ۱۰ د لیندۍ) خپره شوې، ویل شوي چې په دې بریدونو کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه غندلي دي.
ده د خپل هیواد چارواکو ته امر کړی چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره دې اغېزناک اقدامات وکړي.
د تاجیکستان د ولسمشرۍ دفتر په اعلامیه کې د چینایي وګړو د وژل کېدو یادونه نه ده شوې.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې له افغانستانه د دې هیواد په ختلان ولایت کې برید ترسره شوی او په ترڅ کې یې درې چینایي وګړي وژل شوي.
دې وزارت ویلي و چې دا برید د «شاهین ایس ایم ایل ایل سي» شرکت پر کارمندانو شوی چې پکې له وسلو او یوې بې پیلوټي الوتکې چې توغندي پکې نصب شوي وو، کار اخیستل شوی.
تاجیکستاني چارواکو تر اوسه د دویم برید د څرنګوالي په اړه څه نه دې ویلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې په تاجیکستان کې د برید ترسره کېدل غندلي او چمتووالی یې ښوولی چې د دې برید په تړاو به له تاجیکستان سره په څېړنو کې بشپړه همکاري وکړي. چین هم په تاجیکستان کې د خپلو درو تنو وګړو وژل کېدل تایید کړي وو او له خپلو وګړو یې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ له سرحدې پولې دې ووزي.
