خوست کې علني اعدام؛ ریچارډ بېنټ: عام محضر کې اعدام د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او باید ودرول شي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په خوست کې د یو کس علني اعدام ته په غبرګون کې ویلي، چې عام محضر کې اعدام ظالمانه، غیر انساني او غیر معمولي سزا ده، د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او باید ودرول شي.

طالبانو اعلان کړی، چې نن (سې شنبه، ۱۱ د لیندۍ) به د خوست په لوبغالي کې یو کس عام محضر کې اعدام شي.

دې ډلې له خلکو غوښتي چې د اعدام په مراسمو کې ګډون وکړي.

خوست کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، هغه کس به اعدام شي، چې د دې ولایت د علي‌شېرو په ولسوالۍ کې په یوه دردناکه پېښه کې مجرم پېژندل شوی دی.

دا دولسم کس دی چې طالبان یې د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې عام محضر کې اعداموي.

دې ډلې تر دې مخکې په فراه، لغمان، غزني، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ۱۱ کسان اعدام کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه