له فراه څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې شاوخوا ۳۵ ځوانان چې غوښتل یې په فراه کې ایران ته پر «۷۸» پوله واوړي، د ایراني پوله ساتو له لوري پرې ډزې شوې دي او د تر لاسه شویو وروستیو معلوماتو له مخې په دې ډزو کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ځوانان چې تېره ورځ (یکشنبه، ۹ د لیندۍ) یې غوښتل ایران ته په قاچاقي توګه واوړي، د ایراني پوله ساتو له لوري پرې ډزې شوې دي او نن د ورځې په اوږدو کې له سیمې یوازې د ۱۲ تنو جسدونه موندل شوي او د فراه ولایتي روغتون ته انتقال شوي.
د یادونې وړ ده چې ایراني لوري ته د نورو په قاچاق اوښتونکو افرادو د برخلیک په اړه تر اوسه نور جزییات نه دې تر لاسه شوي.
ځینو سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې په دې کسانو کې د ځینو تړاو یې د هرات له مرکز او شینډنډ ولسوالۍ سره و، خو په عین مهال کې له کندهار څخه هم ځینو منابعو اطلاعات روز ته ویلي چې شاوخوا ۳۵ کسانو د فراه له لارې ایران ته په قاچاقي توګه د کار په لټه د تګ هڅه کوله.
تر اوسه په افغانستان کې طالب چارواکو او ایراني مسوولینو د دې وروستۍ پېښې په اړه څه نه دې ویلي.
البته تر دې وړاندې هم د ایراني پوله ساتو له لوري څو ځلې پر هغو کسانو ډزې شوې او وژل شوي چې ایران ته په قاچاقي توګه د اوښتلو هڅې کوي او په دې لړ کې په ځلونو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي چې طالب چارواکي پرې ډېر وخت چوپه خوله پاتېږي.
