اطلاعات روز: په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي، چې د طبي متخصصو په توګه د ښځو د زده کړو ملاتړ کوي.
دې دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د کمپاین پر مهال پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو ملاتړ کوي، څو ښځې، نجونې او میندې له حياتي پاملرنو څخه برخمنې شي.
اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره اقدام د ټولو لپاره د خوندي او لاسرسي وړ روغتیایی خدماتو ډاډمن کولو لپاره خورا مهم دی.
د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان پر روغتیایي سکتور مستقیم اغیز کړی دی.
د افغانستان په روغتیایی مرکزونو کې د ښځینه مسلکي کارمندانو کمښت نور هم زیات شوی، ځکه چې په تیرو څلورو کلونو کې هیڅ ښځینه ډاکټره د افغانستان له پوهنتونونو څخه فارغه شوې نه ده. دا کړکیچ په داسې وخت کې راځي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري.
