د سپینې ماڼۍ ویانده: هر هغه کس چې د امریکا ملي امنیت یا اتباع وګواښي، ایستل کېږي

اطلاعات روز: د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت یا اتباع وګواښي، وبه ایستل شي.

هغې زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره اوس په فعاله توګه د ټولو هغو افغانانو بیا کتنه کوي چې د جو بایډن په مشرۍ امریکا ته داخل شوي دي.

وروسته له هغه چې یو افغان وګړي په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ، ټرمپ د افغان اتباعو د کډوالۍ دوسیو د بیا کتنې امر ورکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان پاسپورت لرونکو لپاره د ویزې صادرول یې ځنډولي دي.

یو تن افغان ځوان ۲۹ کلن لکڼوال د تیرې چهارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته نږدې د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر دوو غړو برید وکړ، چې وروسته یوې سرتیرې ژوند بایلود او د بل سرتیري حالت نازک ښودل شوی دی.

لکڼوال چې د خوست ولایت اصلي اوسیدونکی دی، د جمهوریت له سقوط دمخه د سي آی اې سره کار کاوه. هغه په ​​۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته لاړ.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه