له افغانستان څخه پر تاجیکستان او هلته د چینایي وګړو تر وژل کېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره پر ټلیفون خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له خبرپاڼې سره سم چې نن (سېشنبه، ۱۱ د لیندۍ) خپره شوې، متقي د دې خبرو پر مهال ویلي چې «افغانستان او تاجیکستان په دې وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره د باور فضا جوړه کړې، مګر ځیني کړۍ هڅه کوي چې دا مثبت بهیر تضعیف کړي».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تاجیکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې او د چینایي وګړو وژل کېدل غندلي او د سیمهییز ثبات لپاره یې د مشترکو همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
متقي ویلي چې طالبان د پولې د امنیت ټینګولو، د ګډو څېړنو کولو او هر ډول همغږۍ ته تیار دي او د شریرو کړیو پر وړاندې مشترک اقدامات اړین ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر پر پوله د همغږیو د زیاتولو ملاتړ کړی.
د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین مهر الدین ټینګار کړی چې تاجیکستان له طالبانو سره د مثبت تعامل پلوی دی او «هغه مغرضې کړۍ ردوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې کمزورې کوي».
دواړو لورو هوکړه کړې چې د پوله ساتو ځواکونو منظمو اړیکو، د امنیتي همکاریو مشترکو کمیټو او تخنیکي ناستو ته به دوام ورکوي تر څو په سیمه کې ثبات او باور ایجاد شي.
د تاجیکستان د ولسمشرۍ دفتر پرون اعلان وکړ چې په وروستۍ اونۍ کې پر دې هیواد له افغانستانه دوه بریدونه شوي دي.
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه سخت غندلي وو.
ده د خپل هیواد چارواکو ته امر کړی و چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره موثر اقدامات وکړي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستانه په یوه وسلوال برید کې د دې هیواد په ختلان ولایت کې درې چینایي وګړي وژل شوي دي.
دې وزارت ویلي و چې دا برید د «شاهین ایس ایم ایل ایل سي» شرکت پر کارمندانو شوی او پکې له وسلو او بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی.
تاجیک چارواکو تر اوسه د دویمې پېښې د څرنګوالي او جزییاتو په اړه څه نه دې ویلي.
چین هم په تاجیکستان کې د خپلو درو وګړو وژل کېدل منلي وو او له خپلو هیوادوالو یې غوښتي و چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ سرحدي سیمه دې پرېږدي.
