طالبانو خوست کې یو کس د قتل په تور عام محضر کې اعدام کړ

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په خوست کې په قتل تورن یو سړي باندې عام محضر کې د قصاص حکم عملی شو.

د طالبانو سترې محکمې په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه کس نن (سې شنبه، ۱۱ د لیندۍ) د خوست په لوبغالي کې د خلکو د سترګو پر وړاندې اعدام شوی دی.

د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کس «منګل» نومېده او په اصل کې د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د «سجنک» سیمې اوسېدونکی و او اوس مهال یې د خوست ولایت د علي شیر ولسوالۍ د «کوزې ابوخانې» سیمه کې ژوند کاوه.

د طالبانو سترې محکمې په وینا، چې منګل د علي شیرو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې د اوسیدونکي عبدالرحمن د وژنې په قضیه کې نیول شوی و او د دې ډلې په محکمه کې د مرګ په سزا محکوم شوی و.

سترې محکمې زیاته کړې، چې پر منګل د دې ډلې د محکمې پریکړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده لخوا تایید او بیا اعدام شو.

دا دولسم کس دی چې طالبان یې د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې عام محضر کې اعداموي.

دې ډلې تر دې وړاندې په فراه، لغمان، غزني، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې د سلګونو کسانو د سترګو پر وړاندې ۱۱ نور کسان اعدام کړي دي.

عام محضر کې د طالبانو اعدامونو د بشري حقونو د ډلو نیوکې راپارولي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه