اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د کابل-جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزی وایي، چې دا پېښه نن (پنجشنبه، ۱۳ د لېندۍ) د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې» سیمې ته څېرمه د فلډر او پراډو موټرو تر منځ د ټکر له کبله رامنځته شوې.
نوموړې زیاتوي، په دې پیښه کې دوو کسانو خپل ژوند بایللی او د درېیو ښځو په ګډون یوولس تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي، چې د پېښې ټپیان د لغمان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو وضعیت نازک ښودل دی.
په هېواد کې د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، له ترافیکي قوانینو سره نابلدتیا، د ترافیکي قوانیو نه مراعاتول ډېر کله د خونړیو ترافیکي پېښو لامل کېږي، چې له امله یې هر کال سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
