نامعلومې وژنې؛ زابل کې د يو کس جسد موندل شوی

له زابل ولايت څخه سرچينې خبر ورکوي چې د ياد ولايت د شاه جوی ولسوالۍ د بازار په ساحه کې د يوه پاخه عمر لرونکي کس جسد موندل شوی دی.

سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا جسد نن (پنجشنبه، ۱۳ د لیندۍ) موندل شوی خو تر اوسه یې د وژنې لامل او څرنګوالی نه دی معلوم شوی.

سرچینو د وژل شوي کس د هویت په اړه ناخبري ښوولې او نه هم په سیمه کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخته نامعلومې وژنې ترسره کېږي چې اکثریت وخت یې عاملین نه معلومېږي او طالب چارواکي هم ډېر وخت هڅه کوي چې پېښې رسنیزې نه شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه