د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي ويلي چې تر هغه وخته چې طالبان د افغانستان له خاورې پاکستان ته د «ترهګرو» د نه ورتګ په اړه قوي تضمينونه ور نهکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ لارې به تړلې وي.
نوموړي نن (جمعه، د قوس ۱۴مه) په يوه خبري ناسته کې ويلي چې د تورخم او چمن پوله يوازې د بشري مرستو د تېرېدو لپاره پرانيستل شوې ده.
د ده په وينا، دا پولې به د سوداګرۍ او ترانزيټ لپاره تر هغو تړلې وي چې د طالبانو ادارې «د ترهګرۍ جريان او د ترهګرو له لوري د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو» مخنیوی نه وي کړی.
هغه ويلي چې سرحدي ترهګري يوازې تر پاکستاني طالبانو او بلوڅو بېلتونپالو پورې محدوده نهده، بلکې د افغانستان اتباع هم د پاکستان دننه په جدي جرمونو کې لاس لري.
اندرابي زياته کړې: «د سرحد تړل بايد په دې پراخه امنيتي زمینه کې درک شي.»
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پرون ويلي و چې پاکستان له افغانستان سره پولې په غيرقانوني ډول او د سياسي او اقتصادي فشار د وسيلې په توګه تړلې دي، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې جدي زيانونه اړولي.
هغه ويلي، دا چې افغانستان خپلې اړتياوې له نورو هېوادونو پوره کوي، طالبانو پرېکړه کړې چې دا لارې به تر هغو نه پرانیستل کېږي چې د پاکستان د حکومت له لوري قوي اطمينان نه وي تر لاسه شوی.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان بايد تضمين ورکړي چې په راتلونکي کې به دا لارې د سياسي فشار، غيرقانوني استفادې يا د خلکو د ځورولو لپاره نه بندوي.
پاکستان شاوخوا ۵۰ ورځې مخکې، له طالبانو سره تر نښتې وروسته له افغانستان سره خپلې پولې وتړلې. د شخړې د کمولو او د پولې د پرانيستلو لپاره تر اوسه د دواړو لورو خبرې ناکامې پاتې شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د جمعې په ورځ ويلي چې د طالبانو د رژيم نه همکاري کېدای شي هغه لامل وي چې له کبله یې دې هیواد ته د ترکيې د لوړپوړي پلاوي سفر ځنډېدلی. دا سفر تېره میاشت پلان شوی و تر څو د طالبانو او اسلام اباد تر منځ منځګړیتوب وکړي.
ترکيې او قطر د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو کوربهتوب کاوه.
وروسته راپورونه خپاره شول چې سعودي عربستان هم په رياض کې د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربهتوب کړی او دواړو لورو په دې خبرو کې د اوربند پر دوام موافقه کړې.
