د بې سرحده خبریالانو سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زوره هغه هېواد ته ستانه کړل شوي چې ترې را تښتېدلي وو.
دې سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دا ستنونې دې ودروي. د بې سرحده خبریالانو سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغان خبریالانو د بیا مېشتېدو لارې پرانیزي.
د دې سازمان په راپور کې راغلي چې نږدې ۲۰۰ افغان خبریالان په پاکستان کې د درېیم هېواد د ویزې د ترلاسه کولو په تمه وو، خو په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو بهیر اوس یا درېدلی او یا ډېر ورو شوی دی.
د بې سرحده خبریالانو په وینا، دا خبریالان اوس د هغه ځای ته د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي چېرته چې د طالبانو د سختو غچ اخیستنو له خطر سره مخامخ کېږي.
دې سازمان زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د تبعید شوو افغان خبریالانو له لوري د مرستو زیاتې غوښتنې او ګڼ شمېر راپورونه ترلاسه کړي چې د پاکستان پولیسو په خپلسري ډول نیولي، توقیفخانو ته یې لېږدولي او ان د څو ساعتونو په دننه کې یې شړلي دي.
بې سرحده خبریالانو ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ هغه خبریالان چې دې سازمان یې ملاتړ کاوه، په زوره خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشرې سلیا مرسیې ویلي: «په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت نهزغمل کېدونکی دی. دا نارینه او ښځې چې د طالبانو له ځورونو تښتېدلي وو، اوس هره ورځ د خپلسریو نیونو او شړلو له ګواښ سره مخ دي؛ دا کار د جبري نهستنونې له اصل سره ښکاره ټکر لري — هغه اصل چې د نړیوالو قوانینو بنسټ دی.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نیږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې او یا له هېواده بهر تللې دي.
واکمنې ډلې پر خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو څو-څو ځله خبریالان نیولي او بندي کړي یې دي. دې ډلې د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال حمید فرهادي په دوو کلونو بند محکوم کړی چې دا مهال په زندان کې خپله سزا تېروي.
