اطلاعات روز: د کندهار سپین بولدک کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې تېره شپه پر دغه ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې څلور تنه ملکي وګړي او دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپیان دي.
د سپین بولدک په روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې جګړه تېره شپه (جمعه، ۱۴ د لیندۍ) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ د وېش، مازل ګلۍ او لقمان په کلیو کې شوې او نږدې څلور ساعته یې دوام کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو د هاوان ګولیو له امله سپین بولدک کې څلور ملکي کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. یو شمیر نورو سرچینو وویل، چې په دې نښته دوه طالبان وژل هم وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په ټپیانو کې د یوې ښځې او سړي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی چې اوس مهال د عینو مېنې په روغتون کې دي.
سرچینې وویل، چې جګړه پاکستاني ځواکونو په ناڅاپي ډول د لاسي بمونو په غورځولو سره جګړه پیل کړه.
د سرچینو په وینا، چې جګړه د طالبانو او پاکستاني لوریو په همغږۍ دریدلې او دا مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پاکستاني لوري یو ځل بیا سپین بولدک کې پر افغان لوري بریدونه پیل کړي او افغان لوری هم غبرګون برید ته اړ شوی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نښته شوې وه، هغه مهال د یوې اونۍ جګړې وروسته، دواړه لوري اوربند ته ورسېدل او خبرې یې پیل کړې، خو خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې.
وروستۍ نښته په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې په دې وروستیو کې راپور ورکړل شول، چې سعودي عربستان په ریاض کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی او دواړو خواوو د اوربند پر دوام موافقه کړې.
