بېنټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ د قطر پلازمینې دوحې ته د خپل سفر په پای کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د قطر او د نړیوالې ټولنې د نورو غړو جدي او دوامدارې پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د جمعې په شپه (۱۴ د لیندۍ) دوحې ته د خپل پنځه ورځني سفر د پای اعلان کړی او د یوې بیانیې په خپرولو سره یې ویلي، چې د دې سفر په جریان کې یې د قطري چارواکو، د امریکایی پوهنتون افغان زده کونکو او کارمندانو، افغان فعالانو او په دوحه کې میشت د نړیوالې ټولنې غړو سره خبرې کړې دي.

بېنټ د قطر د حکومت د مرستې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو بشري حقونو د اصولو سره سم په افغانستان کې د جامع سولې د ټینګولو لپاره د قطر مهم رول باید کم ونه ګڼل شي.

نوموړي زیاته کړې: «زه د قطر حکومت هغه هڅې هم ستایم او هڅوم یې چې په افغانستان کې د جنسیتي برابریو ملاتړ کوي او د طالبانو له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکوي، څو دوی خپلې تګلارې بدلې او نړۍوال بشري حقونه رعایت کړي.»

د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ویلي، چې هغه په ​​دوحه کې د نړیوالې ټولنې له غړو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه رغنده نظرونه تبادله کړي او دوی یې هڅولي چې تل اصولو ته غاړه کیږدي او د طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو درناوی باندې ټینګار وکړي.

هغه د نړیوالې ټولنې له غړو غوښتي چې د افغانانو د بېلابېلو قشرونو په ځانګړي ډول د ښځو او د بشري حقونو د نقض د قربانیانو غږونو ته دې ځواب ووايي او حساب ورکول دې مطالبه کړي، ځکه یوازې په دې لاره افغانستان کولی شي یو باثباته، ټولګډونه او له خپلو ګاونډیانو سره سوله‌ییز هېواد پاتې شي.

ریچارډ بېنټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو کمپاین ته په اشارې سره ویلي، چې د نورې نړۍ په پرتله افغانستان دغه کمپاین ته ډیره اړتیا لري، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې شوې دي.

هغه په کابل کې د یوې نوې واده شوې ښځې د مړینې په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول قضیې باید په چټکۍ او خپلواکه توګه وڅیړل شي او په پراخه کچه، نړیوال پیوستون او دوامداره فشار ته اړتیا ده ترڅو د برابرۍ، امنیت او عزت لپاره د افغان میرمنو مقاومت او غوښتنو ملاتړ وشي.

د ماشوم له لوري اعدام

ریچارډ بېنټ په خپل بیان کې په خوست کې د یو سړي د علني اعدام ته هم اشاره کړې او د راپورونو په حواله یې ویلي، چې دا اعدام د ماشوم له خوا ترسره شوی دی.

بنت ویلي: «د اعدام سزا یو ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکې سزا ده او په ځانګړي ډول هغه وخت اندېښمنوونکې وي چې لږ احتمال وي محکوم کس له عادلانه محاکمې برخمن شوی وي. هېڅکله باید له ماشومانو د اعدام د ترسره کولو لپاره کار وانخیستل شي.»

د کډوالو وضعیت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي وايي، چې هغه د خپل ماموریت په جریان کې په افغانستان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه ډیر بحثونه کړي دي.

د هغه په وینا، چې افغانستان د ډېرو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، جنسي لږکیو، څنډې شویو ډلو غړي، د بشري حقونو فعالانو او د پخواني حکومت همکارانو لپاره خوندي هېواد نه دی.

بېنټ ویلي، چې سږ کال له پاکستان او ایران څخه له ۲.۷ میلیون څخه ډیر خلک په زوره ایستل شوي دي.

د ریچارډ بېنټ په خبره: «زه له هر هغه هیواد څخه چې د جبري بیرته ستنیدو په اړه فکر کوي غوښتنه کوم چې د نه بیرته ستنیدو اصل او د اړوندو تړونونو لاندې د بشري حقونو مکلفیتونو ته په بشپړ ډول درناوی وکړي.»

هغه زیاته کړي، چې افغان راستنیدونکي د ناامنۍ په ګډون د نیولو او توقیف، بې کارۍ، فقر، او د ښځو او نجونو لپاره محدودیتونه سره مخ دي.

بېنټ له کوربه هېوادونو غوښتي هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي هغه دې په زوره نه شړي.

هغه ویلي، چې لویدیځ هېوادونه د افغانانو د بیا مېشتېدو اړوند چارې کموي او دغه حالت زرګونه افغانان له ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ کړي دي.

د هغه په وینا، د امریکا له لوري د افغانانو د کډوالۍ بهیر بندول او د جرمني له خوا د مالي بدیل وړاندیز هم د اندېښنې وړ دي.

بېنت زیاته کړې: «دا حالت هغه افغانان چې د نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري په ډېر ناامنه او نامعلوم وضعیت سره مخ کوي، په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د بیا مېشتېدو معتبرې قضیې لري او اوس په درېیمو هېوادونو کې د انتقال په انتظار دي. دا وضعیت د دفاع وړ نه دی؛ نړیواله ټولنه باید افغانان نه پرېږدي.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه