هلمند چې د هیواد د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د پنبې د تولید مهم مرکز ګڼل کېږي، سږ کال د پنبې بیې خورا ټیټې او کروندګر له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. نږدې یوه میاشت کېږي چې دغلته د پنبې د ټولولو فصل پای ته رسېدلی، خو د بازار نشتوالي له امله د کروندګرو حاصلات لا هم په کورونو او ګدامونو کې پراته دي.
د دغه ولایت زیات شمیر کروندګر وایي، چې د طالبانو له لوري په ازاد بازار کې د پنبې پر پلور بندیز او پر څو محدودو تصدیو تکیه او ترڅنګ یې له پاکستان سره د لارو تړل کیدو د دوی اقتصاد ته سخته ضربه رسولې او له امله یې د پنبې بیې دومره راټیټې شوي چې ان شوي لګښتونو نه پوره کوي او حیران دي چې خپلو حاصلاتو سره څه وکړي.
د هلمند د باباجي ولسوالۍ یو تن کروندګر نعمتالله وایي، سږ کال یې له اته جریبه ځمکي ۱۶ خرواره پنبه ټوله کړې، خو د بازار د نشتوالي له امله یې په کور کې ذخیره کړې ده.
نوموړي وویل: «سږ کال زموږ د پنبې حاصل ډېر وو، خو په بازار کې فروش نه لري، په داسې ټیټ قیمت یې غواړي چې حتا زموږ مصرف هم نه جوړوي، دوا، اوبه او نور مصرفونه مو ډېر دي، که حساب ورته وکړې، موږ ته هیڅ ګټه نه کوي.»
د نعمت الله په خبره، چې په ګدامونو کې د پنبې اندازه هره ورځ ډېریږي او په راتلونکو میاشتو کې ښايي دغه ټیټ نرخونه نور هم ښکته شي.
د دې ولسوالۍ بل کروندګر سمیع الله هم ورته شکایت لري او وایي، چې د تاریاکو د بدیل کښت په موخه یې د پنبې کښت مخه کړه، خو په وینا یې چې د پنبې بازار د تیرو کلونو په پرتله ډیر رالویدلی دی.
هغه وویل: «پخوا د تاریاکو له کرلو وروسته خلک د پنبې کښت ته خوشاله وو، خو سږ کال پنبې خلکو ته ډیر تاوان کړی، یو خروار پنبه چې ته یې ټول کال په اوبو، دوا او زحمت وساتې، په بازار کې په ۱۵ زره افغانیو نه خرڅېږي، که دولت یو بازار ورته پیدا کړ خو نرخونه به یو څه ښه شي، که دغسې حالت وو بل فصل یې ولاکه خلک یو بوټی لا وکري، ځکه سراسر تاوان دی.»
هلمندي کروندګر وایي، چې د تېر جمهوري دولت پر مهال یې خپله پنبه په ازاد بازار کې پلورله او د یوه من بیه به له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې وه، خو اوس د طالبانو له لوري د خامو موادو په توګه د پنبې د صادراتو د بندیز له امله بازار یوازې پر څو محدودو داخلي تصدیو او فابریکو متکي شوي او هغه هم یوازې د پنبې د دانې د جلا کولو وړتیا لري او بشپړ پروسس نه شي کولای. کروندګر ادعا کوي چې دغو فابریکو د بیو د ټیټولو لپاره له یو بل سره جوړجاړی کړی دی.
د نادعلي ولسوالۍ یو تن کرونګر رحمت الله په دې اړه وویل: «سږ کال هېڅ فابریکې یو من پنبه د ۱۶۰ څخه تر ۱۷۰ افغانۍ پورته نه رانیوله. فابریکې یوازې د پنبې څخه دانه جلا کوي، بیرته یې پاکستان ته په ښه قیمت صادروي چې ډیره ګټه دغو فابریکو ته رسیږي او کروندګرو ته هیڅ ګټه نه پاتې کېږي، ځکه دوی په خپلو کې جوړجاړی کړی د بزګر څخه په داسې قیمت پنبه رانیسي چې د هغه مصرف هم نه جوړوي، په دغه تړاو نه طالبان څه کوي او نه هم زموږ په تجارانو کې انصاف شته.»

د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ سیمې اوسېدونکی عبدالهادي چې څه باندې څلور جریبه ځمکې څخه یې ۱۰ خرواره پنبه ټوله کړې وایي، پخوا چې نورو هیوادونو ته پنبه صادریدله بازار یې ښه و، خو اوس کال په کال د پنبې بازار د خرابیدو لوري ته روان دی.
نوموړي وویل: «دا څو کاله پرلپسې د پنبې بازار خراب دی، مخکې چې د هلمند پنبه پاکستان یا بل هیواد ته تلله موږ هر کال ډیره ګټه کوله، ځکه من یې تر ۵۰۰ افغانۍ رسیده نو هر کال یې ښه ګټه کوله اوس چې دا څو کاله کېږي پر فابریکو یې خرڅوو په داسې قیمت یې غواړي چې ولاکه موږ ته د مصرف پیسې جوړوي، خپله مې ۱۰ خرواره پنبه ټوله کړې تر اوسه مې یو من هم نه ده خرڅه کړې.»
کروندګر وایي، د کښت، اوبو، د تېلو لوړ لګښت او د کیمیاوي سرو ګرانوالي یي جیبونه خالي کړي او په وینا یې که د پنبې لپاره مناسب بازار پیدا نه کړل شي، ښایي قیمتونه تر دې هم ټیټ او دوی به ډیر زیان وکړي.
هلمند کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د دې ولایت په نادعلي، باباجي، نهرسراج او مارجې ولسوالیو کې پر ۵۵ زره او ۱۲۰ هکټاره ځمکه کرل شوې وه، چې څه باندې ۸۰ زره مټریکه ټنه حاصل یې ورکړی دی.
د کرنې ریاست یو تن مسوول د نوم نه یادولو په شرط وویل: «سږ کال په هلمند کې ۸۰ زره مټریکه ټنه پنبه راټوله شوې چې د افغانستان د پنبې په پنځو زونونو کې د حاصل له مخې اول مقام لري، خو دا چې د پنبې د صادرولو تکیه زموږ پر پاکستان وه او اوس د لارې د تړل کېدلو له وجې په داخل کې ټولې فابریکې ولاړې دي په دغه خاطر سږ کال د پنبې قیمت نهایت ډیر ټیټ شوی چې ډیر کروندګر سږ کال ناهیلي دي.»
د پاکستان سره د لارو تړل کیدو د پنبې بازار ته سخته ضربه رسولې، چې له امله یې په هلمند کې د تصدیو ماشینونه ولاړ دي او په بازار کې له خلکو څخه پنبه نه پیري.
د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د پنبې د پروسېس فابریکې مالک چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، اطلاعات روز ته وویل: «موږ مجبور یو چې پنبه په دغسې ټیټ قیمت راونیسو، ځکه اوس تولید نه لرو، زموږ د میلیونونو روپیو ماشینونه په ټپه ولاړ دي، لارې بندې دي، ګدامونه مو د پنبې څخه ډک دي، نور یوه فابریکه په هلمند او کندهار کې د ذخیره کولو ظرفیت نه لري، دولت دې موږ ته بدیل بازارونه پیدا کړي چې موږ تولید شروع کړو اوس خو د هلمند او کندهار ټولې تصدۍ د تړلو له ګواښ سره مخ دي، ځکه هره میاشت کرایه، د برق بیل، د کارکوونکو معاشات، مالیه او د صفایي ټکسونه ورکوو، خو فعالیت مو صفر دی.»
نوموړي زیاتوي چې دغلته ټولي تصدۍ د مالي زیانونو له کبله د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي او که د پاکستان پر ځای بدیل بازارونه ونه موندل شي ښایي د مالي زیان له کبله زیاتي تولیدي تصدۍ ډیر دوام ونکړای شي.

دغه راز د لښکرګاه ښار د بُست پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه محمد عارف ژمن (مستعار) د هلمند د پنبې د روان بحران اساسي حل د نوو صادراتي لارو پرانیستل بولي او زیاتوي که نورو هیوادونو سره لارې خلاصې نه شي، نو کروندګر به له سخت مالي زیان سره مخ شي.
نوموړی وویل: «که حکومت د پنبې لپاره بدیل نړیوال بازار پیدا نه کړي، نو کروندګر او کورني تولیدي بنسټونه به له درنو مالي زیانونو سره مخ شي. تر ټولو عاجله حللاره دا ده چې له منځنۍ اسیا، ایران او نورو سیمهییزو هېوادونو سره د صادراتو رسمي هوکړې ترسره شي، هلمند د پنبې نړۍوال ظرفیت لري، خو دا ظرفیت یوازې د یوې لارې د تړل کېدو له امله باید متضرر نه شي.»
دی زیاتوي، چې د خامې پنبې صادراتو مخنیوی نه یوازې کروندګر زیانمنوي، بلکې د کورني صنعت پراختیا هم ټکنۍ کوي.
د پوهنتون د دغه استاد په خبره: «موږ په اقتصاد کې دا اصل لرو چې که یو محصول په کور دننه په لوړه بیه پروسېس کېږي، نو پر ځای یې ښه ده چې د خام مال په توګه صادر شي، پخوا د پنبې د پلور قیمت د کروندګرو لپاره مناسب و، خو د داخلي پروسېس له کبله اوس دومره ټیټ شوی چې د کښت او اوبو لګولو لګښت هم نه پوره کوي.»
نوموړی وایي، چې د پاکستان سره د سوداګرۍ لارو تړل کېدل او د کورنیو فابریکو انحصار هر کال د هلمندي کروندګرو لپاره په میلیونونو افغانۍ زیان اړوي.
د اقتصادي چارو شننونکي اندیښنه لري، که د پنبې د صادراتو لپاره بدیلې لارې ونه موندل شي او د داخلي تصدیو انحصار مات نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو یو مهم فصل له سقوط سره مخ کیدای شي.
