اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پيښې له کبله دوه تنه مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې دغه پيښه نن (شنبه، ۲۲ د لیندۍ) سهار مهال د چنارتو او خاص ارزګان ولسواليو ترمنځ پر عمومي سړک رامنځته شوې ده.
امنیې قومندانۍ زیاتوي، چې دغه پیښه د یو فیلډر موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې او پر مهال یې يوه ښځه او يو ماشوم مړه شوي او پاتې نور ۹ تنه چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي ټپيان شوي دي.
د دوی په وینا، چې د پیښې قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي او ټپيان روغتيايي مرکز ته انتقال شوي دي.
هیواد کې د لارو د خرابوالي او د موټر چلونکو د بي احتياطۍ له امله وخت ناوخته دغه ډول پيښې رامنځته کېږي.
