اطلاعات روز: د امریکا د روډ ایلېنډ ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، یو شکمن وسله وال کس د شنبې په ورځ په هغه ودانۍ کې ډزې کړي چیرې چې زده کونکي په ازموینه بوخت وو.
چارواکو وویل، چې وسله وال کس د براون پوهنتون د باروس او هولي د انجینرۍ ودانۍ کې پر محصلانو له ډزو وروسته تښتېدلی دی؛ هغه ودانۍ چې د ازموینو پر مهال یې بهرني دروازې پرانیستې وې.
د سي ان ان د راپور له مخې، د براون پوهنتون رییسې کریسټینا پیکسن د شنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د دوو وژل شږیو کسانو په ګډون د شنبې ورځې د ډزو ډیری قربانیان زده کونکي وو.
هغې وویل: «زموږ تمرکز اوس مهال د هغو کورنیو ملاتړ باندې دی چې د دې پیښې څخه اغیزمن شوي دي، د هغو دوو زده کونکو کورنۍ چې له بده مرغه نن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ» او همدارنګه اته نور زده کونکي چې په روغتون کې دي.
اېفبيآی یو معلوماتي ویبسایټ جوړ کړی، څو عام خلک وکولای شي د براون پوهنتون د ډزو د پېښې د هغه شکمن کس انځورونه او ویډیوګانې واستوي چې لا هم په تیښته کې دی.
د پراوېډنس پولیسو همدارنګه د خلکو لهخوا د پټو او محرمانه معلوماتو د سپارلو لپاره یو ځانګړی د تیلیفوني شمېرې لاین فعال کړی دی.
د پراوېډنس ښاروال برټ سمایلي د شنبې شپه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د هغه کس انځور خپور کړی چې باور لرو ډزې کوونکی دی، خو موږ پوهېږو چې د هغه روښانه انځور نه شته.»
