د تېرو دریو لسیزو پر مهال پاکستان په افغانستان کې خپلې پالیسۍ د «ستراتېژیک عمق» دوکتورین پر اساس جوړولې او خپل لوېدیځ ګاونډی افغانستان یې د هند پر وړاندې د یوه بفر دولت په توګه کاراوه او په عین مهال کې یې د هند له لوري د خپل ځان د ستراتیژیکې محاصرې مخنیوی هم کاوه. د همدې لرلید پر اساس پاکستان پر اسلامپالو جنګي ډلو پانګونه کوله او له دې لارې یې غوښتل چې په افغانستان کې نه یوازې خپل نفوذ وساتي، بلکې هلته د هند په ګډون د نورو هغو ځواکونو د اغېز مخنیوی وکړي چې پاکستان خپلو ګټو ته ګواښ ګڼل. پاکستان د همدې امید پر اساس د طالبانو ملاتړ وکړ او تر دې چې هغوی د پاکستان په ملاتړ په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلي په افغانستان کې واک ته ورسېدل. مګر داسې ښکاري چې د پاکستان دې پانګونې هغسې ګټه نه ده کړې لکه تمه چې یې کېده او له امنیتي مسایلو څخه واخله بیا تر ګڼو نورو موضوعاتو پورې د دواړو لورو تر منځ واټن دومره پراخ شوی چې د ډیپلوماټیکې ناکامۍ په فضا کې دواړو لورو د یوه-بل پر وړاندې د تګ-راتګ او سوداګرۍ دروازې هم تړلې دي.
د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د شخړې شالید د ۱۹۸۰یمو کلونو پر مهال د شوروي-افغان جګړې پورې غزېدلای شي. هغه مهال چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د امریکا او سعودي په ملاتړ د وخت د افغان حکومت پر خلاف د مجاهدینو لاسنیوی وکړ او دا مهال پاکستان د خپل پوځي مشر جنرال ضیاءالحق د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د یوه خپلواک دولت په پرتله تر ډېره حده د یوه داسې ستراتېژیک عمق په توګه کتل چې له هند سره د ممکنه شخړې پر مهال افغانستان ته پر شا کېدلای او استفاده ترې کولای شي. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ۱۹۹۰یمو کلونو د کورنۍ جګړې پر مهال دا ستراتېژي بریالۍ وه، په ځانګړې توګه کله چې د ۱۹۹۶ کال پر مهال طالبان د پاکستان په ملاتړ واک ته ورسېدل او د پاکستان د ستراتېژیک عمق په دوکتورین کې جیوپولیټیکس او ایډیولوژۍ هممهاله دخیل شول. د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال چې طالبان کله د کډوالو له کمپونو او دیوبندي مدرسو راپیدا شول، پاکستاني ستراتېژیستانو یې هم د ستراتېژیک عمق د دوکتورین پر اساس ملاتړ کاوه او هم یې غوښتل چې له دې لارې پښتني ملتپالنه ختمه کړي.
په تاریخي توګه د افغانستان په تړاو د پاکستان په ستراتېژي کې دوه مهم نکات وو. یو دا چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخنیوی وشي او له دې سره-سره باید افغانستان د هند پر وړاندې د پاکستان د Backyard په توګه پاتې شي. همدا راز، پاکستان تل په افغانستان کې د یوه ملتپالي او سیکولر حکومت مخالفت کړی دی. د څېړونکو په اند، پاکستان له دې وېره لري چې داسې یو حکومت کولای شي په پاکستان کې پښتني ملتپالنه پیاوړې کړي او د دې هیواد دننه ثبات زیانمن کړي او ښایي د ډیورنډ کرښې موضوع راپورته کړي. له همدې کبله یې په تېرو څو لسیزو کې پر اسلامي جنګیالیو ډلو پانګونه کړې او غواړي چې د یوه دیني هویت په چتر کې ملتپالي هویتونه له منځه یوسي.
مګر د ۲۰۰۱ کال پر مهال پر افغانستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو تر برید وروسته د پاکستان دا پلان یو ځل بیا خراب شو او په عین مهال کې یې د امریکا تر څنګ د «ترهګرۍ پر خلاف جګړه» کې هم رسما ګډون وکړ، خو له دې سره-سره پاکستان د خپلو ستراتېژیکو موخو د ساتنې او لاسته راوړنو په موخه له طالبانو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړې او د کویټې شورا او حقاني شبکې په ګډون یې د دې ډلې له بېلابېلو حلقو سره خپلې اړیکې دوامداره ساتلې. د پاکستان وېره دا وه چې که په افغانستان کې طالبان په بشپړه توګه مات شي، نو په دې سره به هلته یو داسې حکومت واک ته ورسېږي چې له هند سره به د پاکستان په پرتله نږدې اړیکې لري او په دې توګه به پاکستان د هند تر هغې محاصرې لاندې راشي چې پاکستان یې له وخته د ستراتېژیک عمق دوکتورین پر اساس د مخنیوي هڅه کوله.
د ۲۰۲۱ کال پر مهال د طالبانو ګړندۍ بریا په پاکستان کې د ستراتېژیکې لاسته راوړنې په توګه سره ونمانځل شوه. مګر په پاکستان کې دا نظر ډېر ژر هغه مهال بدل شو چې کله طالبان له یوې نادولتي نیابتي ډلې څخه په بدلېدو د یوه ایډیولوژیک حکومت په توګه راښکاره شول او د یو لړ مواردو پر سر یې له پاکستان سره اختلافات پر «ډیورنډ کرښه» تر شخړې او جګړو پورې ورسېدل. په دې لړ کې یوه مهمه موضوع چې د پاکستان له لوري مطرح کېږي، هغه داده چې طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان/ټي ټي پي ته خوندي ځایونه ورکړي او د دې ډلې ملاتړ کوي. همدا راز راپورونه ښیي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي.
له یو شمېر راپورونو سره سم، تر ۲۰۲۱ وړاندې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه په اوسط توګه په میاشتني ډول ۱۵ وو، خو تر ۲۰۲۱ وروسته بیا د ۲۰۲۴ تر نیمایي پورې دا شمېره په میاشتني ډول ۶۰ ته ختلې ده. په دې توګه دا د یو داسې «امنیتي تضاد/ security paradox» په توګه بیانېږي چې کومې پالیسۍ چې غوښتل یې له هیواده بهر امنیتي ستونزې حل کړي، مګر برعکس یې په کور دننه امنیتي ګواښونه راپیدا کړل.
پاکستان هڅه وکړه چې پر طالبانو د مستقیمو امنیتي، اقتصادي او سیاسي فشارونو له لارې هغوی دې ته اړ کړي چې د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي، مګر داسې ښکاري چې تر اوسه دې فشارونو هغه پایله نه ده ورکړې چې پاکستان یې غواړي. که څه هم پاکستان څو ځلي په افغانستان کې دننه او ان په لومړي ځل پر کابل هوایي بریدونه وکړل، همدا راز یې اقتصادي فشارونه راوړل او په ډیپلوماټیکه توګه یې هڅه وکړه چې نه یوازې په مستقیمه توګه طالبان تر فشار لاندې راولي بلکې په سیمهییزه کچه یې هم په بېلابېلو پلټفارمونو کې طالبان د یوې داسې ډلې او حکومت په توګه معرفي کړل چې ترهګرو ډلو ته یې خوندي پټنځایونه ورکړي دي، مګر له دې سره-سره نه یوازې دا چې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه روان دي مګر په عین مهال کې طالبان توانېدلي چې په ډیپلوماټیکه توګه یو شمېر پرمختګونه هم وکړي. په دې لړ کې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندنه او له چین، ایران او د مرکزي اسیا له یو شمېر هیوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي راکړه-ورکړه داسې څرګندوي چې پاکستان نه دی توانېدلی چې طالبان په ډیپلوماټیک ډګر کې په سیمهییزه کچه محاصره کړي.
د طالبانو او پاکستان د اړیکو مخینې او پر دې ډلې د پاکستان پانګونې ته په اشارې یو شمېر څېړونکي دا خبره مطرح کوي چې پر نادولتي نیابتي ډلو پانګونه یو شمېر بدې پایلې لرلای شي. کله چې یوه نادولتي-نیابتي ډله واک ته ورسېږي او یو قلمرو یې تر اختیار لاندې شي، هغه وخت بیا هماغه پخوانۍ نیابتي ډله نه پاتې کېږي بلکې بیا ورته لومړیتوب خپل مشروعیت او خپله بقا وي او له همدې کبله د خپلو اصلي تمویلوونکو د ګټو پر ځای خپلو ګټو ته ترجېح ورکوي. همدا راز، په دې لړ کې یوه بله مهمه نکته داده چې ایډیولوژیکې ډلې د ټولنې تر منځ ځان ته پلویان پیدا کوي او د بهرني فشار پر وړاندې ودرېدلای شي او په دې توګه د دوی مدیریت د اجیرو لښکرو په پرتله ډېر ستونزمن کېږي.
له همدې کبله د پاکستان او د طالبانو تر منځ د اوسنۍ ترینګلتیا پر مهال د پاکستان پر وړاندې انتخابونه اسانه نه دي. د پاکستان پر وړاندې یو انتخاب دادی چې د خپلې هغې تګلارې په تعقیب چې یو څه وخت وړاندې یې کار ترې اخیست، په افغانستان کې دننه هوایي بریدونو ته دوام ورکړي مګر په دې لړ کې ښایي دوی هم په دې شونتیا پوهېږي چې د داسې اقداماتو دوام جګړه ختمولای نه شي، بلکې اوږدوي یې او خطرناکه کوي یې. مګر داسې ښکاري چې پاکستان اوس مهال له دې تګلارې تېر شوی دی او غواړي چې شخړه په یوه داسې حالت کې وساتي چې مدیریت یې اسانه وي، خو په عین مهال کې یې په اقتصادي او سیاسي توګه خپل فشارونه ساتلي دي، مګر دې چارې بیا هم په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي د بریدونو مخه په هغسې ډول نه ده نیولې لکه پاکستان چې یې غوښتنه کوي. که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د راتلونکې سناریو اټکل سخت دی، مګر د ځینو منځګړو هیوادونو لکه قطر او چین رول کولای شي د دواړو تر منځ شته ترینګلتیا کمه کړي او د اقتصادي راکړې-ورکړې په بیا پیل او د کرښې د امنیت په دوه اړخیز خوندیتوب کې رول ولوبوي، خو تر اوسه د چین فشارونه او د قطر منځګړیتوب نه دي توانېدلي چې دواړه اړخونه یوې ګډې هوکړې ته ورسوي. په دې لړ کې پاکستان د قطر او متحده عربي اماراتو له رول او له طالبانو سره یې له نږدې اړیکو لرلو هم ګیلې او هم اندیښنې لري او په عین مهال کې د طالبانو له منځه ځینې داسې راپورونه هم راپورته کېږي، چې د هغوی تر منځ ځینو ډلو ته له یو شمېر عربي هیوادونو په پراخه پیمانه نغدې پیسې را روانې دي چې طالبان یې نه یوازې په کور دننه د خپلو پالیسیو د تطبیق لپاره استفاده کوي، بلکې دا پیسې د ټي ټي پي په څېر ډلو ته هم په لاس ورځي او روانې شخړې ته په دومره کچه د پیسو لېږد د دې شخړې سولییز حل نور هم ځکه ستونزمن کړی دی چې یو شمېر طالب مشران له دې لارې نغدي ګټه کوي.
د روانې شخړې پېچلتیا او د پاکستان د توقعاتو نه پوره کېدلو ته په پام داسې څرګندېږي چې د پاکستان د ستراتېژیک عمق اوږدمهالې پالیسۍ او د دې هیواد د «دوو محاذونو» د مدیریت هڅو یوه داسې ډله راوزېږوله چې اوس په خپله د پاکستان دننه په یوه امنیتي ګواښ بدله شوې.
د شنونکو په اند، که پاکستان غواړي چې په خپل ګاونډ کې اوږدمهالی ثبات ولري، نو باید تر Zero-sum/ یا هم د میم زرما، ټوله زما تر ګټې هاخوا فکر وکړي او په راتلونکي کې د ثبات او امنیت اساس باید نیابتي جګړې نه بلکې اقتصادي اتکا، ډیپلوماسي او سیمهییزه همکاري وي. که د پاکستان په پالیسۍ کې دغسې یو بدلون رانه شي، پاکستان په یوه داسې نابرابره/asymmetric شخړه کې ښکېل دی او یا هم ښکېل پاتې کېږي چې نه به یې هم مهارولای او نه به هم ترې تښتېدلای شي.
سرچینې:
