د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې په ایران کې د افغانستان د کارګرو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره باید یو ګډ کمیسیون جوړ شي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر په دې لیدنه کې چې نن (چهارشنبه، ۳ د مرغومي) ترسره شوه، ویلي چې په ایران کې باید د مزدورۍ د عادلانه ورکړې او د سالم او خوندي چاپېریال په شمول د افغان کارګرو ټول حقونه تضمین او تأمین شي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، ښاغلي عمري همدا راز د افغان کډوالو لپاره د کاري جوازونو د صادرېدو غوښتنه هم کړې ده.
د دې وزارت له اعلامیې سره سم، دواړو اړخونو همدا راز د متخصص کاري ځواک او د کارګرو لپاره د تخنیيکي او مسلکي زده کړو پر تبادلې هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د علي رضا بیګدلي له قوله ویلي چې ایران له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لېواله دی او غواړي چې په ایران کې د افغانستان مهارت لرونکو کارګرو او همدا راز د افغانستان د کار په بازار کې ماهرو ایراني کارګرو ته د فعالیت زمینه برابره کړي.
ده همدا راز د طالبانو وزیر ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د ایران دوامدارې همکارۍ روانې وي او د دواړو هیوادونو تر منځ تاریخي، کلتوري او دیني اړیکې به نورې هم پراخې شي.
ایران د افغان کډوالو د شړلو په دوام اعلان کړی و چې افغان وګړو ته به ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکړي.
اوس مهال د دې ویزو ورکړه روانه ده او د ایران د بهرنیو اتباعو او کارګرو د مرکز رییس ویلي چې تر دې مهاله د ایراني کارفرمایانو له لوري افغان کارګرو ته شپږ زره کاري جوازونه تایید شوي دي.
