خیبر پښتونخوا کې په یو وسله وال برید کې پنځه پولیس افسران وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر موټر د وسله والو په برید کې پنځه پولیس افسران وژل شوي دي.

ایکسپرس ټریبیون راپور ورکړی، چې دا برید په کرک سیمه کې شوی او بریدګرو د پولیسو موټر ته اور اچولی دی.

د کرک د پولیسو مشر سعود ویلي: «موږ د پیښې په اړه له ټولو زاویو څخه څیړنه کوو او د بریدګرو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.»

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا برید په کلکه غندلی دی.

شریف ویلي: «پولیسو تل د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د لومړۍ کرښې رول لوبولی دی.»

دغه راز د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي هم د وسله والو دا کمین غندلی دی.

افریدي زیاته کړې: «د پولیسو قربانۍ به ضایع نه شي. ایالتي حکومت د پولیسو تر څنګ ولاړ دی.»

دا برید د هغو پرله‌پسې هغو وروستۍ دی، چې په خېبرپښتونخوا کې پولیس په نښه کوي. تېره اوونۍ په لکي مروت کې هم یو د پولیسو افسر او د هغه ورور په ډزو وژل شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه