پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغانستان ۱۱ وګړي د دې هیواد د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، دا پېښه پرون (یکشنبه، ۳۰ د لیندۍ) هغه مهال رامنځ ته شوې چې یوه «وانټ» ډوله موټر د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.
د پاکستاني پولیسو په وینا، دې افغانانو غوښتل چې د انساني قاچاقبرو د یوې ډلې په مرسته د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم، ځایي خلګو نن دا مړي راکښلي او ژوبل کسان یې د درملنې مرکزونو ته انتقال کړي.
د نوکنډي په محلي روغتون کې یوه ډاکټر د ژوبلو او وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی دی او ویلي یې دې چې د ژوبلو کسانو درملنه شوې او وضعیت یې ښه دی.
پاکستاني پولیسو ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښیي چې د دې پېښې لامل زیات سرعت و.
پاکستاني چارواکو همدا راز څرګنده کړې چې د قربانیانو جسدونه او ژوبل کسان به تر لازمو قانوني مراحلو وروسته افغانستان ته انتقال کړل شي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسما څه نه دې ويلي خو د طالبانو له ځینو سرچینو اطلاعات روز ته داسې معلومات رسېدلي چې دوی پېښه تاییدوي خو ویلي یې دې چې دا کسان د پاکستاني نظامي ځواکونو له لوري په یوه قصدي ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ایران او پاکستان کې د ترافیکي پېښو له امله د افغان وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
همدا راز په وروستیو ورځو کې یو خبر خپور شو چې یو شمېر کسان چې په غیر قانوني توګه ایران ته تلل، د لارې په اوږدو کې د یخنۍ له امله مړه شوي دي.
