فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: فراه کې ځايي سرچينې وایي، چې په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې څلور کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

یوې سرچینې وویل، چې دغه خپلمنځي شخړه تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د مرغومي) ناوخته د فراه ښار اړوند «کارېز جلال» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچينه زیاتوي، چې د دوه کورنيو ترمنځ  لفظي شخړه په وسله واله نښته بدله شوې او پر مهال يې ۴ کسان په ډزو وژل شوي او ۵ ټپيان دي.

د سرچينې په خبره، چې په ياده نښته کې د یوه لوري يو کس وژل شوی او دوه ټپیان دي لو د بل لوري بیا ۳ تنه وژل شوي او ۳ ټپيان دي.

په ورته مهال د فراه امنيې قومندانۍ هم دغه پيښه تاييد کړي او زياته کړې یې ده، چې دغه نښته د خيښۍ او دوستۍ د يوې ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې ښکيل دوه کسان نيول شوي دي.

د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ناسمو دودونو، بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ډیر کله وړې شخړې په لویو دښمنیو بدلیږي او کلونه کلونه دوام کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه