د بشري حقونو بنسټ «رواداري» د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د اسماعیلي شیعهګانو بشري حقونه په سیستماتیک او هدفمن ډول تر پښو لاندې کړي او هغوی یې په مذهبي توګه ځورولي چې دا کړنې بشر ضد جنایت ګڼل کېدای شي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، د مرغومي ۲مه) «په افغانستان کې د اسماعیلي شیعهګانو د بشري حقونو وضعیت» په اړه خپل راپور خپور کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې د افغانستان اسماعیلي شیعهګان په بشپړه توګه له سیاسي، اداري او ټولنیزو برخو ګوښه کړي، بلکې په هدفي توګه یې یې د هغوی د مذهبي او کلتوري هویت د کمزوري کولو او ځپلو لپاره هم اقدامات کړي دي.
رواداري په دې راپور کې ویلي چې ترلاسه شوي معلومات ښيي طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې، پر اسماعیلي ماشومانو د حنفي فقهې زده کړې تحمیل کړې او همدارنګه یې د علني تکفیر، منظمو فشارونو، وېرونې، د وژنې د ګواښونو، نیونو، شکنجو او نورو تاوتریخجنو لارو څخه په استفادې د دې ټولنې غړي اړ کړي چې اسماعیلي مذهب پرېږدي او سني-حنفي مذهب ومني.
په راپور کې له یوه تن سره مرکه شوې او د هغه له قوله ویل شوي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، د بدخشان ولایت په ګډون ۳۰۰ اسماعیلي شیعهګان د مذهب بدلولو ته اړ کړي دي.
د راپور له مخې، په بدخشان کې د اسماعیلي ماشومانو لپاره د حنفي فقهې زدهکړه اجباري شوې دي او د دې ولایت په ځینو سیمو کې هغه کسان چې د طالبانو دیني مدرسو ته یې د خپلو ماشومانو له لېږلو سره مخالفت کړی، له نغدي جریمو، شکنجو، د وژنې له ګواښونو او د کورونو او شتمنیو د سوځولو له ګواښ سره مخ شوي دي.
د رواداري د راپور په بله برخه کې راغلي چې د تکفیر او کرکې خپرولو په ګډون د طالبانو تګلارې او کړنې د دې لامل شوې چې د افغانستان د اسماعیلي شیعهګانو ترمنځ د خپل مذهبي هویت د علني څرګندولو په تړاو ویره زیاته شي.
یوه کس چې له رواداري سره یې مرکه کړې، ویلي: «په داسې ټولنه کې چې ویل کېږي د اسماعیلیانو ډوډۍ حرامه ده، اسماعیلیان بد بوی لري او اسماعیلیان کافران دي، هغوی څنګه کولای شي په ازاده توګه او له ویرې پرته خپل مذهبي هویت څرګند کړي؟»
هغه زیاته کړې ده: «البته په هغو ولسوالیو کې چې اکثریت اوسېدونکي یې اسماعیلیان دي دا ستونزه نه شته؛ خو کله چې هغوی نورو سیمو ته سفر کوي، د تبعیض او سپکاوي له ویرې خپل مذهبي هویت پټوي، څو څوک هغوی ته بد، کافر یا بېدینه اسماعیلي ونه وایي او مثلا ونه وایې چې د هغوی ډوډۍ حلاله نه ده. ما خپله هم څو ځله خپل مذهبي هویت پټ کړی دی.»
همدارنګه د رواداري په راپور کې ویل شوي چې طالبانو له اسماعیلي کورنیو سره د واده او کورني تړاو مخه نیولې او د سني مذهبه ښځو او اسماعیلي نارینهوو ترمنځ د ودونو د فسخې حکم یې صادر کړی دی.
د راپور له مخې، طالبان همدارنګه خلک هڅوي چې د اسماعیلیانو خواړه ونه خوري او د هغوی له خوا د څارويو ذبح کول حرام ګڼي.
په راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو د اسماعیلي شیعهګانو پر مذهبي مناسکو او عباداتو پراخ محدودیتونه لګولي او په ځینو سیمو کې یې هغوی دې ته اړ کړي چې د افغانستان د نورو اسلامي مذاهبو د پیروانو په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.
رواداري په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان د اسماعیلي ټولنې غړي په تېرو څلورو کلونو کې له غیر قضایي وژنو، شکنجو او ګواښونو سره مخ شوي او لږ تر لږه څلور تنه یې په غیر قضایي ډول وژل شوي دي.
دې بنسټ دا هم ویلي چې د دوی څېړنې ښيي چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې د بدخشان او بغلان ولایتونو په ګډون، یو شمېر اسماعیلي شیعه ګان د فشارونو، ګواښونو او د ناامنۍ له ویرې بېځایه شوي او په دې موده کې د هغوی شتمنۍ په خپسري ډول او له قانوني بهیرونو پرته غصب شوې دي.
د رواداري په راپور کې راغلي چې د طالبانو په محکمو کې د اسماعیلي شیعهګانو اړوند دوسیې په عادلانه توګه نه څېړل کېږي او ټولې قضیې د حنفي فقهې پر بنسټ حل او فصل کېږي، حال دا چې د حنفي فقهې او اسماعیلي مذهب ترمنځ، په ځانګړي ډول د احوال شخصیې په برخه کې، لوی توپیرونه شته.
رواداري له طالبانو غوښتي چې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د اسماعیلي شیعهګانو د بشري حقونو له نقض څخه لاس واخلي.
دې بنسټ له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو هم غوښتي چې د افغانستان د اسماعیلیانو د ځپلو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ هم ویلي و چې طالبان د افغانستان د اسماعیلي شیعهګانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او لسګونه تنه یې د مذهب بدلولو ته اړ کړي دي.
