اطلاعات روز: د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان کړی، چې د دې وزارت محتسبینو په تېرو دریو میاشتو کې په ټول هیواد کې پنځه زره او ۷۸۱ رواني ناروغان پیژندلي دي.
دې وزارت ویلي، چې دا کسان د درملنې په موخه د سرې میاشتې ټولنې ته ورپیژندل شوي دي.
د طالبانو مشر د رواني ناروغانو د راټولولو امر کړی او د دې فرمان موخه یې د زیانمنو وګړو د رواني روغتیا ډاډمن کول، په ټولنه کې د رواني ناروغانو له لوري د رامنځته کېدونکو ګواښونو مخنیوی او د هغوی د درملنې لپاره د زمینې برابرول بللي دي.
خو، تر اوسه روښانه نه ده چې د طالبانو له لوري راټول شوي کسان په کومو شرایطو کې ساتل کېږي.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان له ښارونو څخه د سوالګرو د راټولولو لپاره یو لوی کمپاین پیل کړی و، خو د فقر او بې کارۍ شدت ته په کتو، لا هم په لوی شمیر سوالګر د هیواد په ښارونو کې تر سترګو کېږي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او بېثباتۍ له امله ګڼ شمیر کسان له رواني ناروغیو کړیږي او ډېری یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، چې ځینې یې له سختو رواني اختلالونو سره مخ او په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.
