اطلاعات روز: د ایران په پلازمینه تهران کې سرچینې وايي، چې دغلته د وسله والو په برید کې د تېر حکومت دوه نظامي قومندانان جنرال اکرام الدین سریع او امین الماس وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، جنرال اکرام الدین سریع د تېر جمهوریت پر مهال د تخار د پولیسو قومندان و او همدارنګه محمد امین الماس چې اصلي د کاپیسا ولایت د مرکز اوسیدونکی و، د ملي اردو د کنډک قومندان پاتی شوی و.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا برید پرون ماښام (چهارشنبه، ۳ د مرغومي) شاوخوا ۷:۰۰ بجې د تهران وليعصر میدان کې د ښاغلي سریع دفتر ته څیرمه شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې برید کې اکرام الدین سریع او محمد امین الماس وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
په یوه اډیو فایل چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسیدلی، یو کس د بریدګرو شمیر له دریو څخه تر څلورو پورې یادوي.
د برید انګېزه لا تر اوسه روښانه نه ده او ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
دا برید داسې مهال کېږي چې څو میاشتې وړاندې هم د ایران په مشهد ښار کې اسماعیل خان ته نږدې یو قومندان چې د پخوانیو جهادي څېرو له ډلې و، وژل شوی و.
اکرام الدین سریع له ۲۰۱۹ کال څخه د طالبانو تر راتګ پورې د تخار ولایت د پولیسو قومندان و. هغه مخکې د بغلان ولایت د پولیسو قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
ښاغلی سریع د طالبانو بیا ځلي حاکمیت وروسته ایران کې ژوند غوره کړی و او ویل کېږي، چې هغه په دې وروستیو کې په ایران کې د پخوانیو افغان سرتیرو د استوګنې د مودې غځولو د همغږۍ مسوولیت په غاړه اخیستی و.
ایران د تېر افغان حکومت د ځینو سرتیرو او چارواکو د استوګنې موده غځولې ده. خو یو شمیر پخواني سرتیري چې له ایران څخه افغانستان ته ایستل شوي د طالبانو له لوري نیول شوي او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي.
