اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله دوې میرمنې مړې شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
هلمند کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې دغه پیښه پرون (سې شنبه، ۲ د مرغومي) غرمه مهال د سنګین ولسوالۍ پر لویه لار د یو بار وړونکي ټیلر موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.
دې قومندانۍ زیاته کړې، چې په دې ټکر کې پر موټرسایکل ناستې دوې ښځې مړې شوي او یو ماشوم او یو موټرسایکل چلوونکی ټپیان دي.
طالب پولیسو ویلي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د دې پیښې لامل بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ډیری ترافیکي پیښو لامل د سړکونو خرابوالی، بې احتیاطي او زیات سرعت ښودل کېږي، خو طالب چارواکو بیا په دې برخه کې کوم د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.
