اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نفوذ کوونکو وسله والو ډلو شاوخوا ۷۰ سلنه یې د افغانستان وګړي دي.
د ایکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، منیر دا څرګندونې څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د علماوو په ملي کنفرانس کې کړي، چې د وینا بشپړ جزیات یې د یکشنبې په ورځ خپاره شوي دي.
منیر ادعا کړې، چې د وسله والو ډلو له لوري بریدونه د افغان طالبانو په ملاتړ ترسره کېږي.
د هغه په وینا، چې له افغانستان څخه د نفوذ کوونکو وسله والو شاوخوا ۷۰ سلنه یې افغانان دي.
د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان طالبان باید د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ انتخاب وکړي.
پاکستان په وار وار ادعا کړې، چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون پاکستانۍ وسله والو ډلو ته پناه ورکړې او دا ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.
په همدې حال کې بیا ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون تایید کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان په اړه د طالب چارواکو ترمنځ داخلي اختلافاتو ته اشاره کړې؛ داسې چې د طالبانو ځینې لوړپوړي مشران تحریک طالبان پاکستان د پاکستان سره د اړیکو لپاره زیانمن بولي، خو ځینې نور بیا لا هم له دې ډلې ملاتړ کوي.
