موټرسایکل سپرو وسلوالو کندهار کې یو کس په ډزو ویشتلی

په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې موټرسایکل سپرو وسلوالو د کندهار ښار د لومړۍ او دویمې حوزې تر منځ «مسلم اسحاق» مارکیټ ته مخامخ په ډزو یو کس ویشتلی او وسلوال کسان له سیمې تښتېدلې دي.

دې سرچینه ویلي چې یاده پېښه نن (دوشنبه، ۱ د مرغومي) ماښام مهال رامنځ ته شوې.

سرچینې د وژل شوي کس عمر «یاسر» ښوولی او ویلي یې دې چې نوموړی د پاخه عمر کس و، خو د پېښې د لامل په اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.

کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه منلې او ویلی یې دي چې د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه