اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان ویشتلی او مړ شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان عتیق الله نومیده او نن (سې شنبه، ۲ د مرغومي) سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د سرچینې په وینا، چې عتیقالله په لښکرګاه ښار کې صرافي لرله او له تېرو څو میاشتو راهیسې له مالي فشارونو سره مخ و او د همدې ستونزو له امله یې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.
هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله د ځان وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
پر هېواد د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ځان وژنو لړۍ چټکه شوې، چې لاملونه یې بېکاري او اقتصادي فشارونه ښودل کېږي.
