زابل کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي چې د ياد ولايت د شهرصفا ولسوالۍ د «خواجه بابا» په سیمه کې په يوې ترافيکي پيښه کې ۳ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.
دې سرچينې ویلي چې پېښه نن (جمعه، ۵ د مرغومي) د يوه «فرونر» او «ميرا» موټر ترمنځ شوې چې په نتيجه کې يې يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او يوه ښځه او دوه ځوانان ټپيان دي.
د پيښې لامل د موټر چلونکو بي احتياطي ياده شوي.
په ورته وخت کې په زابل کې يوه روغتيايي سرچينه وايي چې د يادي پيښې د ټپیانو روغتيايي حالت نازک دی.
په افغانستان کې د ترافيکي پيښو لامل د چلونکو بي احتياطي او ويجاړ سړکونه ښوول کېږي.
