د ديني مدرسو په زرګونو زده کوونکو ته د پوهنتون د اسنادو د ورکړې کلنۍ ازموینه پیل شوې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د ديني مدرسو له عالمانو او طالبانو څخه یې د عالیې او عالمیې (لیسانس او ماسټري) د مراحلو په خاطر کلنۍ ازموینه اخیستل پیل کړي.

د دې وزارت له اعلامیې سره سم، دا ازموینه نن (شنبه، ۶ د مرغومي) په کندهار کې پیل شوې او شپږ ورځې به روانه وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې په دې ازموینه کې به له ټول هیواد څخه ۲۸ زره تنه ګډون کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هغو کسانو ته چې په دې ازموینه کې بریالي کېږي د عالیې (لیسانس) او عالمیې (ماسټري) اسناد ورکوي.

دې وزارت تېر کال ۱۵ زره دیني عالمانو طالبانو ته د ماسټرۍ او ۱۱ زرو تنو ته د لیسانس اسناد ورکړل.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په ځلونو داسې ازموینې اخیستې دې او د دیني مدرسو زده کوونکو ته یې چې د دې ډلې ملاتړي دي، د پوهنتون رسمي اسناد ورکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه