د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په افغانستان کې باید ټول خلګ د حکومت په چوکاټ کې د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري.
د ایرنا له راپور سره سم، عراقچي نن (شنبه، ۶ د مرغومي) د روسیې په «مګیمو» پوهنتون کې ویلي چې ایران په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ګڼې ستونزې لري او تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ده د پولو امنیت، اوبه، نشیي توکي او کډوالي د هغو ستونزو په توګه یاد کړي چې د ایران او طالبانو تر منځ شته دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین مهال کې ویلي چې د طالبانو حکومت د افغانستان اوسنی واقعیت دی او ایران د ننګونو د حل په موخه هلې-ځلې کوي.
ایران په وروستیو څلورو کلونو کې له طالبانو سره په سیاسي او اقتصادي توګه پراخ تعامل کړی او د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ یې دې ډلې ته سپارلي.
په عین مهال کې ایران او طالبان د حقابې او نورو مسایلو پر سر یو لړ ترینګلتیاوې هم لري چې څو ځله یې له کبله د دواړو اړخونو تر منځ وړې نښتې هم شوې دي.
