د خبریالانو مرکز: د روان میلادي کال پر مهال مو د رسنیزو ازادیو د نقض او تاوتریخوالي ۲۰۵ پېښې ثبت کړې

Photo: @MoDAfghanistan2

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال پر مهال یې په افغانستان کې د رسنیزو ازادیو د نقض او تاوتریخوالي ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي.

دې مرکز نن (شنبه، ۶ د مرغومي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په دې مواردو کې دوې مرګونې پېښې، درې د ژوبلېدو پېښې او همدا راز د ګواښنې ۱۶۶ او د خبریالانو د نیولو ۳۴ موارد شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې اوس مهال له طالبانو سره پنځه تنه خبریالان زنداني دي.

دې مرکز ویلي چې پاکستان ته د منسوبو بریدونو پر مهال د خبریالانو د وژل کېدو او ژوبلېدو له پېښو پرته، د نورو ټولو مواردو عاملین د طالبانو ادارې او چارواکي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې له دې شمېرو سره سم، د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو د ازادیو د نقض او تاوتریخوالي کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

دې مرکز ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د افغانستان رسنیزه فضا په شدت سره کنټرول او مهار کړل شوې وه او د خبریالانو او ازادو رسنیو لپاره وضعیت نور هم محدودوونکی شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د وروستیو ۱۲ میاشتو پر مهال پر رسنیو د طالبانو فشارونه د نور سانسور او غږ چوپولو لامل شوي دي.

دې مرکز زیاته کړې چې «د زنداني خبریالانو د جبري اعترافونو خپرول، یا هم د واکمنې ادارې (طالبانو) د لوړپوړو چارواکو په خبري غونډو کې د ښځو د حضور مخنیوی او یا هم د کانفرانسونو د ژوندي پوښښ پر مهال د ښځینه خبریالانو د غږ سانسورول په هیواد کې د وېرې د سیاست او اختناق د ترویج او د پلي کېدونکي جنسیتي تبعیض بې مخینې نمونې دي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د روان کال پر مهال ۲۳ ولایتونو ته پر انځورونو د بندیز غزېدل په افغانستان کې د رسنیو پر خلاف یو عمده ګواښ ګڼل کېږي او ویلي یې دې چې د دې دستور د پلي کولو بهیر ۲۰ ټلویزوني شبکې بندې کړې دي.

د دې مرکز له راپور سره سم، د روان میلادي کال پر مهال په افغانستان کې دوه ټلویزونونه او دوې راډیوګانې د سیاسي او امنیتي دلایلو له امله تړل شوي او پاتې رسنۍ هم د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې له دې سره-سره چې طالبان ازادې رسنۍ ځپي، په عین مهال کې یې دولتي رسنۍ د «پروپاګنډ» په ابزار بدلې کړې دي او د یوه نظر او یو اړخیز روایت د ترویج په موخه پېچلي جوړښتونه مدیریت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دې وضعیت د خبریالانو او رسنیو د بنسټیزو حقونو د نقض او په هیواد کې د بنسټیزو ازادیو د محدودیت په تړاو ژورې اندیښنې راپیدا کړې دي او په افغانستان کې یې د رسنیو وده او د بیان ازادي له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه