اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وايي، چې سږ کال یې افغان بزګرانو ته د غنمو ۸۷ زره او ۴۰۰ کرنیزې کڅوړې ویشلې دي.
د دې پروګرام په وینا، په دې کڅوړو کې اصلاح شوي تخمونه او لوړکیفیت لرونکې سرې شاملې دي، چې د دودیزو ډولونو په پرتله لوړ حاصل ورکوي او کولی شي د کورنیو د تغذیې او عاید په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
فائو نن (یکشنبه، ۷ د مرغومي) اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «له لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو سره هممهاله له بزګرانو سره د خوړو د تولید لپاره مرسته کول یو بشري اقدام دی.»
افغانستان کې د ډیری کورنیو ژوند په کرنه او څارویو پورې تړلی دی او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې برابروي.
په وروستیو کلونو کې سختې وچکالۍ بزګران او څاروي ساتونکي سخت اغیزمن کړي دي، چې فقر او لوږه یې خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی د خوړو د خوندیتوب مرحلې د بشپړې طبقه بندۍ (IPC) وروستی راپور وړاندوینه کوي، چې په روان ژمي کې به ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.
