اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د سومالیا لېنډ سیمې رسمیت پیژندل غندلي دي.
دې وزارت نن (یکشنبه، ۷ د مرغومي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا اقدام د یوه اسلامي هېواد د وېشلو هڅه ده او د نړیوالو قوانینو او د سومالیا د اسلامي هیواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا ډول اقدام هیڅ ډول مشروعیت او قانوني اساس نه لري او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ناوړه پایلې لري.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه به د سومالیا خپلواک دولت په رسمیت وپیژني.
د اسراییل لومړي وزیر د سومالیا لېنډ رسمیت پېژندنه «د ابراهیمي تړون له بهیر سره همغږي» وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې ورته اقدام وکړي.
دا اقدام د سومالیا او افریقایي ټولنې له سختو اعتراضونو سره مخ شوی دی.
سومالیا دا اقدام د خپل حاکمیت پر وړاندې «قصدي برید» بللی او افریقایي ټولنې هم دا د ټولې افریقا د سولې او ثبات لپاره یو خطرناک ګام یاد کړی دی.
سومالیا لینډ د سومالیا په شمال کې یوه سیمه ده چې په ۱۹۹۱ کال کې یې خپلواکي اعلان کړه او له څو لسیزو راهیسې هڅه کوي، ترڅو نړۍ یې په رسمیت وپیژني.
عبدالرحمن محمد عبداللهي له تیر کال راهیسې د سومالیا لېنډ مشري کوي.
