اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولين خبر ورکوي، چې سږ کال له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه انار صادر شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست وياند محمدحنيف حقمل نن (یکشنبه، ۷ د مرغومي) وویل، چې د انارو دغه حاصلات قطر، ماليزيا، روسيې او ازبکستان ته صادر شوي دي.
د نوموړي په خبره چې په وروستي پړاو کې يې قطر هېواد ته د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۰ ټنه انار صادر کړي دي.
د ده د معلوماتو له مخې چې کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د شته باغونو څخه په کلني ډول ۲۷۴ زره ټنه د انارو حاصلات ترلاسه کېږي.
دا په داسي حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزيټي لارو تړل کيدو سره افغاني ميوې په کور پاتې دي او قيمتونه يې د نورو کلونو په پرتله ښکته شوي دي.
