د بودیجې کمښت؛ د خوړو نړیوال پروګرام په کاپیسا کې ۴۱ ښځینه روغتیايي کارمندانې ګوښه کړي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام د کارکوونکو له منځه سرچینې وايي، چې دې بنسټ د بودیجې د کمښت له امله په کاپیسا کې د خپلې تغذیې برخې کارکوونکې له دندو ګوښه کړې دي.

د دغه کارمندانو له ډلې یو تن یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یو پیغام کې وویل، چې ۴۱ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له دندو ګوښه کېږي. هغې زیاته کړه: «ټولې یې له دندو ګوښه کړي. ویلي یې دي چې بودیجه نشته.»

د سرچینې په وینا، د تغذیې کارمندانې داسې مهال بېکاره کېږي، چې د ماشومانو او میندو په منځ کې د خوارځواکۍ پیښې زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو سږ کال په مکرر ډول د مرستو رسولو په موخه د بودیجې د کمښت په اړه اندیښنې څرګندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی د خوړو د خوندیتوب مرحلې د بشپړې طبقه بندۍ (IPC) وروستی راپور وړاندوینه کوي، چې په روان ژمي کې به ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني او خوارځواکۍ په خطرناکه کچه مخ په خرابیدو دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ څخه د رنځیدونکو ماشومانو شمیر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونیسف ویلي، چې غواړي ۱.۳ میلیونه هغه ماشومان چې سخت ډنګر او د خطرناکې منځنۍ کچې په خوارځواکۍ اخته دي، درملنه وکړي، خو د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه