د پراخو بندیزونو تر سیوري لاندې محدودې بریاوې

په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه دوام لري، په کندهار کې یو شمیر ښځې هڅه کوي د خپلو کورونو له دننه د کوچنیو او انلاین کاروبارونو له لارې د ژوند اقتصادي فشارونه راکم کړي. که څه هم ځینو ښځو د دغو نوښتونو له لارې نسبي بریاوې تر لاسه کړي او د خپلو کورنیو د لګښتونو یوه برخه پوره کوي، خو ګڼې نورې بیا د طالبانو د پراخو محدودیتونو، د تبلیغاتو او بازارموندنې د نشتوالي، ټولنیزو خنډونو او امنیتي اندېښنو له امله له ناکامۍ سره مخ شوي او ان ځینو یې خپل کاروبارونه تړلي دي.

د کندهار ښار د شهرې نو سیمې اوسیدونکې ۲۸ کلنه نازیه چې په خپل کور کې د پیزا جوړولو کوچنی کاروبار لري، وایي له کله نه چې د ښځو پر کار بندیز دوام پیدا کړ اړه شوه چې د خپلې کورنۍ ساتنې لپاره بدیله لار پیدا کړي.

نوموړې وویل: «مخکې مې په کندهار کې له یوې موسېسې سره کار کاوه، خو هغه وتړل شوه، بیا ډېر وخت بېکاره وم، وروسته مې د پیزا پخول له یوټیوب څخه زده کړل او په فېسبوک او واټس‌اپ کې مې اعلانونه خپاره کړل، په پیل کې فرمایشونه ډېر کم وو، خو ورو ورو زیات شول او اوس هره ورځ لسګونه فرمایشونه ترلاسه کوم او له خپل کاروبار څخه خوشاله یم.»

د هغې په وینا، دا مهال درې ډوله پیزا تیاروي او د ثابتو پېرېدونکو ترڅنګ نوي مشتریان هم لري، خو زیاتوي چې اوس دا ویره ورسره پیدا شوې، چې طالبان به د ښځو شخصي کاروبارونه هم وتړي.

د کندهار د «دهخوجې» سیمې اوسیدونکې سکینې چې د خیاطۍ کاروبار ته مخه کړې، وایي له کلونو راهیسې دا کسب کوي، خو د انلاین بازار له پېژندلو وروسته یې کاروبار پراخ شوی دی.

نوموړې وویل: «مخکې مې یوازې د کور او کلي ساده جامې ګنډلې، خو وروسته مې د خاوند په مرسته د جامو د ګنډلو نوي ډیزاینونه انلاین زده کړل او بیا مې د ډیوې په نوم انلاین خیاطي مرکز پرانیست، د واټس‌اپ چینل او فېسبوک له لارې مې د خپلو ډیزاینونو عکسونه خپرول، چې اوس ګڼ انلاین مشتریان لرم.»

سکینه زیاتوي، چې اوس د ښځینه جامو د ګنډلو ترڅنګ تیار شوي کالي هم پلوري او ان د بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان هم فرمایشونه ورکوي، خو په خبره یې چې لا هم په بازار کې د ښځو پر کاروبار د محدودیتونو او ټولنیزو خنډونو له کبله یې پلور محدود دی.

کندهار کې یو شمیر ښځو په خپلو کورونو کې بېلابېل ډوله جامې جوړوي او بیا یې په انلاین ډول پلوري/ استول شوی

د دې تر څنګ یو شمېر کندهارۍ ښځو د کیک او کلچو جوړولو کاروبار پیل کړی دی. دوی وایي که څه هم امکانات محدود دي، خو د کور له دننه د عاید پیدا کول د دوی لپاره یوازینۍ لار پاتې ده.

فرشته چې په خپل کور کې کیک او کلچې پخوي په دې اړه یې وویل: «موږ د ودونو او کورنیو محفلونو لپاره کیکونه جوړوو، خو د اعلان اجازه نه لرو، امربالمعروف موږ ته اجازه نه راکوي چې خپل محصولات په ازاده توګه اعلان کړو او له بلې خوا د انلاین فضا له لارې له مزاحمتونو سره هم مخ یو.»

نوموړې زیاتوي، چې یو شمېر کسان د تیلیفون او پیغامونو له لارې ناوړه خبرې کوي او ښځې ځوروي، چې دا چاره نه یوازې رواني فشار زیاتوي، بلکې د دوي لپاره د انلاین کاروبار پر مخ وړل هم ستونزمن کړي دي.

د کندهارۍ ښځو په لاس جوړ شوی کیک چې په انلاین ډول یې پلوري/ استول شوی

د دې هڅو او بریاوو تر څنګ یو شمېر ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي او حتا اړې شوي چې خپل کاروبارونه وتړي. 

فریده پوپل، چې د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکې ده، وایي چې په خپل کور کې یې د ښځینه ښکلا او ارایش مرکز درلود، خو د طالبانو د بندیزونو له امله یې کاروبار تړل شوی دی.

نوموړې وایي: «ما مخکې د ګلستان په نوم په خپل کور کې د ښځینه ارایش یو نسبتا لوی مرکز درلود، هره ورځ به مې لسګونو ښځو ته خدمات وړاندې کول، خو کله چې د طالبانو له لوري سنګارتونونه وتړل شول، د امربالمعروف کسان څو ځله زموږ کور ته د خبرداري لپاره راغلل، بالاخره مجبوره شوو چې کاروبار وتړو، اوس زه او مېړه مې دواړه بېکاره یو او اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب شوی دی.»

په انلاین کاروبار کې یو شمیر ښځې بریالۍ او ځینې نورې بیا شکایت کوي، چې یو شمیر کسان د ټولنیزو شبکو له لارې دوی ته ناوړه پیغامونه لېږي، بې‌ځایه زنګونه وهي او سپکې سپوري ورته کوي، چې نه یوازې دې چارې بلکې د طالبانو د محدودیتونو له کبله هم نه شي کولای خپل کاروبار ته پع ازادانه ډول اعلانونه وکړي.

اسما او فریبا چې دوې خویندې دي، وایي د ښځینه سنګار توکو کاروبار یې په انلاین ډول پیل کړی، خو د یادو ستونزو له کبله یې تر اوسه یې د پام وړ ګټه نه ده کړې.

دوی وویل: «شاوخوا ۱۸ میاشتې کېږي چې په انلاین ډول د ښځینه ارایش توکي پلورو، موږ باور لرو چې ښځې کولای شي په دې برخه کې تر نارینه‌وو ښه کار وکړي، ځکه د ښځو ذوق ښه پېژنو، خو د غږیزو او تصویري اعلاناتو د نشتوالي او پر ښځو د محدودیتونو له امله زموږ کاروبار ښه نه دی روان.»

دوی زیاتوي چې د امربالمعروف له لوري پر ښځو د غږ او تصویر محدودیتونه د دوی د انلاین کاروبار لپاره تر ټولو لوی خنډ دی.

ورته مهال کندهار کې یو شمېر ښځيه فعالانې هم وایي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو د زده‌کړو او کار بندیزونو د کورنیو اقتصادي وضعیت کمزوری کړی دی. د کندهار ښار د ملالۍ لېسې استاده زینب (مستعار) وایي، چې ښځې کولای شي د خپلو کورنیو اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ادا کړي.

نوموړې وویل: «ډېرې ښځې شته چې د کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده او د کور ټول لګښتونه همدوی پوره کوي، که ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي، د ګڼو کورنیو اقتصادي ستونزې به راکمې شي.»

دغه راز اقتصادي شنونکي هم ټینګار کوي، چې د ښځو کورني او انلاین کاروبارونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران په شرایطو کې مهم رول لري، خو په خبره یې د قانوني ملاتړ او بازارموندنې د اسانتیاوو نشتوالی یې دوام له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي صالح محمد (مستعار) په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «په هر اقتصادي نظام کې ښځه او سړی دواړه بشري ځواک بلل کېږي، که دا ځواک فعال وي، اقتصادي جریان چټکېږي او وده رامنځته کېږي، خو که نیمایي بشري ځواک یعنې ښځې له کاره منع شي، اقتصادي وده ټکنۍ کېږي. په افغانستان کې د ښځو د کار لپاره قانوني ملاتړ، حرفوي زده‌کړې او تجارتي فرصتونه حیاتي ارزښت لري.»

دا مهال په کندهار کې لسګونه ښځې د کور له دننه د پخلي، خیاطۍ، کیک جوړولو او نورو کوچنیو او انلاین کاروبارونو له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. که څه هم ځینې یې د انلاین بازار له لارې نسبي بریاوې لرلې دي، خو د تبلغاتو نشتوالی، ټولنیز مزاحمتونه، د بازار محدودیتونه او پر ښځو د طالبانو لګېدلي بندیزونه د دوی د کار پر وړاندې سترې ننګونې دي.

د ښځو په باور، که دوی ته د کار، زده‌کړو او ازاد بازارموندنې اجازه ورکړل شي او د هغوی خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي، نه یوازې به د ښځو اقتصادي وضعیت ښه شي، بلکې د ټولنې پر عمومي اقتصاد به هم مثبت اغېز ولري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه